د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا چارواکو ترمنځ ویډیويي کنفرانس

اروپايي ټولنې د بهرنیو اقداماتو د ادارې مشرې ماریا هلګا چې دا غونډه یې تنظیم کړې وه، پر خپل ټویټر لیکلي چې اروپايي ټولنه د خپلو شریکانو سره د کویډ - ۱۹ویروس په وړاندې مبارزه کې ولاړه ده.

د اروپايي ټولنې چارواکو پرون د منځنۍ اسیا او افغانستان د بهرنیو چارو د وزارتونو له مرستیالانو سره په سیمه کې د کرونا ویروس د خپرېدو په وضیعت او یو لړ نورو مسئلو د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په دې کنفرانس کې په سیمه کې د کرونا ویروس پر ضد د شریکې مبارزې او د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اړیکو په لرلید تفصیلي بحث وشو.

له بلې خوا د اروپايي ټولنې د بهرنیو اقداماتو د ادارې مشرې ماریا هلګا چې دا غونډه یې تنظیم کړې وه، پر خپل ټویټر لیکلي چې اروپايي ټولنه د خپلو شریکانو سره د کویډ - ۱۹ویروس په وړاندې مبارزه کې ولاړه ده.

نوموړې زیاته کړې، اړتیا ده چې د سیمه ایزو او نړیوالو ننګونو او افغانستان کې د سولې په اړه ګډ کار دوام وکړي.

په دې کنفرانس کې د اروپايي ټولنې د یو شمیر لوړپوړو ډیپلوماټانو سربېره د افغانستان او منځنۍ اسیا د پنځو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو مرستیالانو برخه درلوده.