افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۳ زور واوښت

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې شاوخوا ۵۸۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح نن په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه تازه جزئیات ورکړل.

ښاغلي مجروح وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د ۱،۰۷۲ تنو سمپلونه اخیستل شوي دي چې په دې کې ۵۸۰ تنه‌یې مثبت تشخیص شوي. زموږ اته تنه هېوادوال وفات شوي له همدې ناروغۍ څخه او ۶۵ تنه بېرته روغ شوي دي. په ټوله کې په افغانستان کې ۱۳ زره او ۲۶ مثبتې پېښې لرو."

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټوله‌ییز ډول په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه ۲۳۵ تنه مړه شوي او ۱،۲۰۹ تنه بېرته روغ شوي دي.

د عامي روغتیا وزارت مسؤلین یو ځل بیا پر افغانانو ټینګار کوي چې که په کور پاتې نه‌شي او د دغه وزارت سپارښتنې جدي ونه‌ګڼي د بشري بحران احتمال شته.