فاریاب کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او ۵ ټپیان دي

د فاریاب ولایت نقشه

په فاریاب کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

ښاغلی یورش وایي، وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ټپیان د فاریاب روغتون ته لېږدول شوي دي.