امریکا په لیبیا کې د روسي جنګي الوتکو د موجودیت تفصیلات خپاره کړل

د روسیې جنګي الوتکې

د امریکا متحده ایالاتو پوځ نور تفصیلات د دې په اړه وړاندې کړي چې له ادعا سره سم روسیې په لیبیا کې پوځي جټ الوتکې ځای پر ځای کړې دي.

روسي چارواکي په دوامدار شکل په لیبیا کې د خپلو جنګي الوتکو او هوایي ځواکونو موجودیت ردوي.

واشنګټن وایي، مسکو جټ الوتکې د دې لپاره ځای پر ځای کړې دي چې له هغو روسي پلوو سره مرسته وکړي چې د یوه جنګسالار مرسته کوي او دا کس د لیبیا له هغه حکومت سره په جګړه دی چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی دی.

له ادعا سره سم لیبیا ته د روسیې الوتکو له تګ سره به د لیبیا په ختیځ کې د خلیفه حفتر د ځواکونو او د حکومتي ځواکونو ترمنځ پر جګړه ډېر تأثیر پرېوځي. د لیبیا د ملي وفاق حکومت نړیوالو په رسمیت پېژندلی دی.

په دې جګړې کې ګڼ هېوادونه ښکېل شوي دي، روسیه، فرانسه، اردن او متحده عربي امارات د خلیفه حفتر ملاتړ کوي.

ترکیه چې لیبیا ته‌یې په جنورۍ میاشت کې ځواکونه او بې‌پيلوټه الوتکې واستولې د قطر او ایټالیا ترڅنګ د لیبیا د حکومت ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو لیبیا ته د وسلو پر لېږلو بندیز لګولی دی.

په افریقا کې د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې روسیې جېټ الوتکې له سوریې لېږلې دي.