د افغانستان روغتیا وزارت: که احتیاط ونه‌کړئ وضعیت به ډېر خراب شي

ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت خلکو ته د کرونا ویروس له امله سخت خبرداری ورکړ، که احتیاط ونه‌کړئ وضعیت به ډېر زیات خراب شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پرون په کابل کې رسنیو ته وویل: "پخوا به موږ خبرداری ورکاوه چې سېل راروان دی، نن خبرداری ورکوو چې سېل راغلی دی او زموږ یو زیات شمېر وطنوال د کرونا په مصیبت کې د ډوبېدو په حال کې دي."

په افغانستان کې تر اوسه ۱۲،۴۵۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. د ښاغلي مجروح په وینا د دغو مثبتو پېښو ۵۰ په سلو کې په تېرو ۱۲ ورځو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه چې په اختر کې ګڼو خلکو روغتیایي لارښوونې مراعات نه‌کړې، نو اوس مجبوره یوو چې په ښارونو کې تر یوې مودې پورې قرنطین عملي کړو.

ښایي دا قرنطین د شنبې له ورځې پلی شي او بیا وروسته له یوې مودې تدریجي لیرې شي.