ترکمنستان تورغنډۍ او اندخوی کې د کرونا چټکې ازموینې مرکزونه جوړوي

ارشیف، د کرونا ویروس د تشخیص یو مرکز

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف وایي هېواد یې غواړي په تورغنډۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا ویروس د چټکې ازموینې دوه مرکزونه جوړ شي.

دا خبره ښاغلي محمدوف له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د دغو دوو مرکزونو په جوړېدو سره به ټولې هغه لارۍ او نورې محمولې چې له تورغنډۍ او اندخوی بندرونو تېرېږي، ضد عفوني شي.

د ارګ اعلامیې د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې د ترکمنستان د ولسمشر د دې طرحې ستاینه‌یې کړې او سپارښتنه‌یې کړې چې دا طرح د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سطح تعقیب شي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې همداراز د سیمې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او ترانزیټي ستونزو پر هواري خبرې شوې دي.

افغانستان او ترکمنستان دا مهال په خپلو کې مهمې اقتصادي پروژې لري چې یوه بېلګه‌یې د ټاپي یا د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال پروژه ده.