سپېس اېکس خصوصي کمپنۍ خپله سفینه نړیوال فضايي سټېشن ته استوي

د سپېس اېکس سفینه

سپېس اېکس لومړنۍ خصوصي کمپنۍ ده چې نن د مې ۲۷مه له انسانانو سره خپله سفینه نړیوال فضایي سټېشن ته استوي.

که دا کار بریالی شي دا به فضایي اکتشافاتو ته د خصوصي کمپنیو د لاسرسي یوه مهمه لاسته راوړنه وي.

له اوو لسیزو راهیسې دې کار ته یوازې ځواکمن هېوادونه لاسرسی لري.

د کرو ډراګن (Crew Dragon) په نوم د سپېس اېکس دا فضایي بېړۍ نن د پراګ په وخت ۰۴:۳۳ دقیقې له فلوریدا څخه فضا ته توغول کېږي.

په دې سفینه کې به د ناسا دوه ستور مزلي سپاره وي.

تمه ده دا سفینه د مې پر ۲۸مه نړیوال فضایي سټېشن ته ورسېږي او هلته به تر اګسټ میاشتې پورې پاتې شي.

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې سفینې د توغولو په مراسمو کې ګډون وکړي.