بشر حقونو کمېسیون: کابل ته راغلی ایرانی پلاوی دې د افغان کارګرانو وژنه ژر وارزوي

ډوب شوي افغانان

کابل ته د ایراني پلاوي له راتګ وروسته، د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون غواړي چې د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا د افغان کارګرانو د ځورولو او وژلو پېښه ډېر ژر وارزوي.

د دغه کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ ازادي رادیو ته وویل، د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی باید په غیر سیاسي، بې‌پرې او خپلواکه توګه خپلې ارزونې ترسره کړي.

هغه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۷» زیاته کړه: "زموږ تمه دا ده چې پلاوی باید ډېر ژر په بې‌پرې او خپلواکه توګه خپل راپور خپور کړي چې د بشر حقونو سرغړونه معلومه او عدالت تأمین شي."

د بشرِ حقونو خپلواک کمېسیون د خپرونو او اړیکو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ

ښاغلي فرهنګ ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې دې هم د بشر حقونو د سرغړونو پېښو له تکراره ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا له افغان کارګرو سره د زور زیاتي د ادعا د ارزولو په هدف یو لوړپوړی ایرانی پلاوی پرون کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن چهارشنبه ازادي رادیو ته په یوه پیغام کې ویلي، ایراني پلاوی د سرحدي کمیسارانو د ۱۳۳۵ لمریز کال د هوکړې د ګټو په پام کې نیولو سره، له افغان پلاوي سره په ناسته کې ګډون وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، ایراني پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې هوکړه وکړه چې اسناد او شواهد به واخلي د ایران اړوندې ادارې به‌یې وارزوي، تحلیل به‌یې کړي او د ده په خبره د ارزونو نتایج به‌یې د افغانستان له لوري سره شریک کړي.

ګران هېواد

مخکې تر دې ایراني چارواکو د افغان کارګرانو په شکنجې او وژلو کې د خپلو پوله‌ساتو لاس لرل رد کړي و.

د حقیقت موندنې ګډ پلاوی د ثور میاشتې په وروستیو کې، له افغان کارګرو سره د ایران د پوله‌ساتو له‌خوا د زور زیاتي لومړۍ څېړنې په ایران کې خپرې کړې.

دغه پلاوي ویلي وو چې د یادې موضوع په تړاو به ټول اسناد، مدارک او شواهد، ایراني چارواکو ته ورکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې، د یاد پلاوي د مشر حمید طهماسي په حواله ویل شوي و چې د ۴۶ افغان کارګرانو له ډلې ۱۲ وژل شوي ۱۷ تري تم او ۱۷ ژغورل شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د بشر حقونو کمېسیون هم وايي، ایران باید د دغې موضوع په اړه صادقانه چلند وکړي.

ولسي جرګه

د دغه کمېسیون مرستیالې شیرین محسني ازادي رادیو ته وویل: "که ایراني لوري داسې جنایت کړی وي، باید پټ‌یې ونه‌ساتي او د موضوع په اړه په جرأت سره د افغانستان خلکو ته اعتراف وکړي او که دا کار یې نه‌وي کړی، نو د افغانستان او ایران دښمنانو ته دې دا موقع ورنه‌کړل شي چې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي. دا واقعیت باید ژر څرګند شي."

یو شمېر افغان کارګر چې تېره میاشت‌یې غوښتل په قاچاقي توګه ایران ته لاړ شي، د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د ذوالفقار په سیمه کې چې له ایران سره ګډه پوله ده، له ایراني پوله‌ساتو سره مخامخ شوي دي.

د افغان حکومت د سرچینو او ژغورل شویو کارګرانو په خبره، ایراني پوله‌ساتو شکنجه او اړ کړي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.