ایران د افغانانو د ډوبېدو پېښې د څېړنې پایله افغان لوري سره شریکوي

هریرود سیند کې د دوو ډوب شویو افغانانو مړي.

ایران وایي، د ثور میاشتې د ۱۳مې نېټې د پېښې په اړه‌یې د افغانستان حکومت د اسنادو څېړنه کړې او نتیجه به‌یې له افغان لوري سره شریکه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال محسن بهاروند په مشرۍ ایراني پلاوي نن دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړه.

د ثور په ۱۳مه تر ۵۰ ډېر افغانان چې په غیر قانوني ډول ایران ته اوښتل له ادعا سره سم د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري مجبوره شول چې هریرود سیند ته ځانونه واچوي.

له دې کسانو محدود شمېر وژغورل شول او د یو شمېر کډوالو مړي تر اوسه نه‌دي ترلاسه شوي.