د سولې ولسي حرکت د افغان حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی وکړ

ارشیف، د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي

د سولې ولسي حرکت د اختر په ورځو کې د طالبانو او حکومت د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ.

خو دغه حرکت غوښتنه لري چې د افغان-وژنې د مخنیوي لپاره دې د جګړې ښکېل اړخونه دایمي اوربند وکړي.

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "غوښتنه مو دا ده چې دغه اوربند باید تل‌پاتی شي او پسې وغځول شي. ځکه په جګړه کې یوازې او یوازې افغانان وژل کېږي. هیله مو دا ده چې افغان مشران د خواخوږۍ له مخې د هېواد د سوکالۍ لپاره، د راتلونکي نسل د خپلواکۍ او ژغورنې لپاره سره یوځای شي. دغه اوربند په دایمي اوربند بدل کړي."

د وسله‌والو طالبانو او حکومت ترمنځ اعلان شوی درې ورځنی اوربند نن پای ته رسېږي.

دواړو لورو په ۲۰۱۸م کال کې هم د کوچني اختر پر مهال درې ورځنی اوربند کړی و چې ګڼو رهبرانو او سازمانونو یې هرکلی کړی و.