د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وايي که وسلهوال طالبان د سولې په پروسه کې د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی.
نن د وسلهوالو طالبانو او حکومت ترمنځ د اعلان شوي درې ورځني اوربند درېیمه ده. لا د دغه اوربند د تمدید په اړه څه نهدي ویل شوي.
ګڼو سیاستوالو او افغانانو دغه اعلان د سولې په پروسه کې د باور جوړونې پر لوري د یوه مهم پرمختګ نښه ګڼلې ده.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، حکومت تل د دایمي اوربند په لټه کې دی.
ښاغلی مینهپال زیاتوي: "سرتاسري او دایمي اوربند د افغانانو غوښتنه ده. د افغانستان د خلکو د دې غوښتنې پر اساس حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی دی. د دې لپاره چې نور د افغانانو وینې ونهبهېږي؛ د دې لپاره چې افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي، حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی او په دې برخه کې یې ګټور او ضروري ګامونه اخیستي دي. بې له شکه که طالب د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، د افغانستان حکومت د نورو ګامونو اخیستلو ته چمتو دی."
د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د مشروط اوربند اعلان اول وسلهوالو طالبانو وکړ چې ورسره حکومت هم د متقابل اوربند اعلان وکړ.
ګڼو رهبرانو او سازمانونو د دغه درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی وکړ او غوښتنهیې وکړه چې په دايمي اوربند دې بدل شي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ وویل چې د ښه نیت له مخې به ۲،۰۰۰ نور طالب بندیان له بنده خوشې شي.
د ملي امنیت شورا پرون وویل چې د دغو ۲،۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو لړۍ پرون د ۱۰۰ طالب بندیانو په ازادولو سره پیل شوه او نن به هم دوام کوي.
امنیت شورا ویلي د سولې پروسې د پرمختګ او په ځانګړي ډول د اوربند د دوام او مخامخ خبرو د ژر پیل لپاره دغه ۱۰۰ طالب بندیان په پروان کې خوشې شوي دي.
له دې سره تر اوسه حکومت د طالبانو شاوخوا ۱،۱۰۰ بندیان او طالبانو نږدې ۲۵۰ بنديان خوشې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې په ټوله کې دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر چټک شي چې د ده په وینا بینالافغاني مذاکرو ته زمینه برابره شي.
۱/۲اعلام رهایی ۲۰۰۰ زندانی از جانب مقابل گام خوبی است.در توافقنامه دوحه خواست رهایی ۵۰۰۰ زندانی بخاطری بود که فضای اعتماد به میان آید و این پروسه باید تکمیل شود تا موانع ازسر راه آغاز مذاکرات بین الافغانی برداشته شده، زمینه برای پیشرفتهای بعدی مساعد گردد.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) May 24, 2020
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د موافقې له مخې به حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي.
امنیت شورا د غويي/ ثور پر ۲۲مه د طالب بندیانو د خوشې کېدو د ځنډولو اعلان کړی و.
بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا (Roland Kobia) پرون د طالب بندیانو په خوشې کېدو کې د دقت غوښتنه وکړه.
ښاغلي کوبیا په ټویټر کې لیکلي، د پخوانیو جګړهمارانو خوشې کېدل چې بیا به وسله اخلي، په اوسنیو شرایطو کې، د باور جوړونې پر ځای د دوی تسلط لا زیاتوي.
If freeing prisoners is about building trust, then it should be strictly accompanied by lasting ceasefire. Releasing former fighters who can take up arms again tomorrow is -at this stage- increasing dominance rather than confidence. Needs careful calibration. #afghanpeaceprocess.
— Roland Kobia (@RolandKobia) May 25, 2020
آقای کوبیا روز دوشنبه در تویترش نوشت، رهایی جنگجویان گذشته که شاید فردا باز هم سلاح در دست گیرند، در وضعیت فعلی به جای اعتماد سازی، تسلط آنها را نشان میدهد.
مسئولان کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان هم دیروز به رادیو آزادی گفتند، در رهایی زندانیانیکه در جرایم جنگی هم دخیل بودهاند، باید از احتیاط زیاد کار گرفته شود.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پرون ازادي راډیو ته ویلي، د هغو بندیانو په خوشې کېدو کې دې احتیاط وشي چې په جنګي جرایمو کې ښکېل دي.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د بینالافغاني خبرو د پیل پر لارو چارو خبرې وکړې.
ولسمشر غني پرون په ټویټر کې لیکلي چې وړمه شپه په دې ټیلیفوني مکالمه کې مایک پومپیو د طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي کمولو پر موضوع هم بحث وکړ.
Last night I and Dr. Abdullah received a call from Sec Mike Pompeo. He thanked the Afghan government for initiating the brave process of releasing up to 2,000 Taliban prisoners. He asserted that the U.S. will push for a long-term ceasefire/RiV and start of direct negotiations.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) May 25, 2020
د سولې بینالافغاني خبرې چې د مارچ میاشتې ۱۰مې ته پلان شوې وې، د بندیانو په خوشې کولو کې د ځنډ او خنډ له کبله ځنډېدلې دي.