اشرف غني: پومپيو وويل چې د طالبانو د اوربند په اوږدولو به فشار راوړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د امریکا بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو ورته ويلي چې د طالبانو د اوربند په اوږدولو به فشار راوړي.

ولسمشر غني نن د مې په ۲۵مه، پر ټويټر ليکلي چې پومپيو ده او د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله سره په ټيليفوني خبرو کې وويل چې امريکا به د تشدد کمولو او د بین‌الافغاني خبرو په ترسره کېدو ټينګار وکړي.

د دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له‌خوا د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان ستايلی دی.

د دغه دوه زرو بنديانو د خوشې کېدو لړۍ نن د ۱۰۰ طالبانو په خلاصولو پیل شوه.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویلي چې د سیاسي روغې جوړې لپاره د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې د سولې پر لور تر ټولو غوره لاره ده.

دغې شورا پر خپله ټویټر پاڼه نن دوشنبه د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو په نیت د ولسمشر غني له‌خوا د طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه ستایلې ده.

تر دې مخکې افغان حکومت ۱،۰۰۰ او طالبانو نږدې ۲۵۰ بنديان خوشې کړي دي. افغان حکومت او طالبانو د اختر لومړۍ درې ورځې د مې له ۲۴مې څخه د مې تر ۲۶مې پورې اوربند اعلان کړی دی.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې راغلي وو چې افغان حکومت به ۵،۰۰۰ او طالبان به ۱۰۰۰ بنديان خوشې کوي. د طالبانو وياند سهیل شاهين د مې په ۲۴مه پر ټويټر د ۲،۰۰۰ نورو بنديانو خوشې کېدو هرکلی کړی او غوښتنه‌یې کړې چې د شوې موافقې ترمخه دې ټول پنځه زره بنديان خوشې شي.