مسعود اندرابي: د طالبانو هر عمل ته عکس‌العمل ښیو

د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي لوګر کې ځانګړو پولیسو ته د وینا پر مهال.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي وايي که وسله‌وال مخالفین سوله غواړي افغان امنیتي ارګانونه‌یې چمتووالی لري او که د جنګ لار مخته وړي دوی یې هم په وړاندې درېږي.

هغه دا خبرې پرون په لوګر کې د ځانګړو پولیسو د قطعې له سرتېرو سره په لیدنه کې وکړې.

هغه زیاته کړه: "که دوی سوله غواړي نو موږ یې مراعات کوو او که د افغانستان د خلکو دښمنان جنګ کوي، نو موږ یې مقابله کوو او کلک ځواب ورکوو. لکه څنګه مو چې په تېرو ۱۸ کلونو په تېره بیا به په همدې وروستۍ روژه کې چې دوی خپلې حملې ډېرې کړې وې ځواب ورکړ او موږ کلکه مرګ‌ژوبله ورته واړوله. له دې وطن، خلکو او ملکي تأسیساتو موږ دفاع وکړه او ان‌شاءالله دا به ادامه کوي."

افغان حکومت وايي چې طالبانو ته د دوی د سولې او خبرو وړاندیز له کمزوري نه، بلکې له یوه پياوړي دریځه کوي او هدف‌یې یوې دایمي سولې او اوربند ته رسېدل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې لومړی طالبانو او بیا افغان حکومت د همدې کوچني اختر په ورځو د اوربند اعلان کړی دی.