چین د کرونا ویروس په اړه لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي

د چین وهان سیمه کومه کې چې د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس پیدا او نورې نړۍ ته خپور شو.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نن له ۵،۴ میلیون او د مړو شمېر یې له ۳۴۴ زرو واوښت چین وايي چې پر دې هېواد د کرونا ویروس په برخه کې تورونه له قانوني پلوه بې بنسټه دي او د نړۍ په کچه پخوا تردې ساری نه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر نن یکشنبې په پېکېنګ کې خبریالانو ته وویل د نورو هېوادونو په څېر چین هم د دې نړیوالې وبا قرباني و، او په دې برخه کې یې له نورو اړو هېوادونو سره لازمې مرستې هم کړې دي.

وانګ لي د امریکا د ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونو ته چې د دې ناروغۍ په خاطر یې چین مسوول بللی په ځواب کې وویل، له بده مرغه پر نوې کرونا ویروس سربېره په امریکا کې یو سیاسي ویروس د خپرېدو په حال کې دی چې او دا ویروس پر چین د حملې لپاره له هر فرصت څخه کار اخلي.

نړیوالو پر چین فشار زیات کړی او ترې غواړي چې د کرنا ویروس د سرچینې په اړه بې پرې تحقیقاتو ته اجازه ورکړي.

میزوري د امریکا لومړنی ایالت دی چې له کرونا ویروس سره د چلند د څرنګوالي په برخه کې یې تېره میاشت د چین پرضد حقوقي دعوا اعلان کړه.