د ملګري ملتونو سرمنشي افغانستان کې د اختر پر مهال د اوربند هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند هرکلی کړی.

د ملګروملتونو ویاند نن په یوه خبرپاڼه کې د انټونیو ګوټیریش له قوله لیکي چې نوموړی د افغانستان د جګړې پر ټولو ښکېلو غږ کوي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر کې برخه واخلي.

د بیان له مخې سرمنشي ویلي چې یوازې سوله ییز حل د افغانستان جګړه پای ته رسولی شي.

ښاغلي ګوټیریش ویلي چې ملګري ملتونه په دې مهمه پروسه کې د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ ته ژمن دی.

طالبانو پرون خپلو جنګیالیو ته اعلان وکړ چې د دولتي ځواکونو پرضد دې عملیات نه کوي او که برید پرې کېږي نو یوازې د ځان دفاع دې وکړي.

افغان حکومت هم سمدستي د دې اعلان هرکلی وکړ او وسله والو ځواکونو ته یې امر وکړ چې پر طالبانو دې حملې نه کوي.

ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کې د کوچني اختر په مناسبت د وینا پر مهال د بندیانو د خوشې کولو د بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه.

د بندیانو د خوشې کولو بهیر وروسته له هغه وځنډېده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د غويي په ۲۲مه نېټه وویل د حکومت له خوا د ۱۰۰۰ تنو طالب بندیانو د خوشې کولو په بدل کې طالبانو هم باید ۲۰۰ افغان سرتېري ازاد کړي وای خو دا کار یې نه دی کړی.

د افغانستان د سولې لپاره د متحدایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکايي ځواکونو ویاند هم د دې اوربند هرکلی کړی دی.