نن د افغانستان په ګډون په اسلامي هېوادونو کې اختر لمانځل کېږي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د اختر په ورځو کې خلکو ته جوماتونو ته د تګ په اړه ځانګړی اعلان نه دی کړی خو له خلکو یې غوښتنه کړې چې د اختر په درېیو ورځو کې دي له کورونو نه وځي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ د اسلامي هېوادونو خلک نن، یک شنبه د مې ۲۴مه، د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې لس زرو ته رسېدلې دې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون پر خلکو غږ وکړ چې د اختر په درېیو ورځو کې دې په کورونو کې پاتې شي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د اختر په ورځو کې خلکو ته جوماتونو ته د تګ په اړه ځانګړی اعلان نه دی کړی خو له خلکو یې غوښتنه کړې چې د اختر په درېیو ورځو کې دي له کورونو نه وځي.

په پاکستان کې خلکو ته اجازه ورکړ شوې چې جوماتونو ته ولاړ شي او په ایران کې له مسلمانانو غوښتنه شوې چې تر دېرش دقیقې زیات وخت دي په جومات کې نه تېروي.

اخوا په هند او بنګله دېش کې تر ۱۰۰ زیات وګړي د سخت طوفان له امله مړه شوي او میلیونونه وګړي بې کوره شوي دي.

چارواکو پرون، د مې په ۲۳مه، وویل چې د امفان په نوم دې سخت طوفان په بنګله دېش او د هند په ختيځو سیموکې زرګونه انسانانو ته مالي تاوان رسولی دی.

ویل کېږي چې داسې سخت طوفان په وروستۍ یوه لسیزه کې پر سیمه نه دی راغلی.

سخت باد، باران او تالندې د هند په لویدیز بنګال کې اته تنه مړه کړي او په بنګله دېش کې ۲۲ تنه مړه شوي دي.

په بنګله دېش او هند په ختیځو سیموکې د برېښنا مزي پرې شوي، د پاکو اوبو کانالونه یې بند کړي او دخلکو کرنیزې ځمکې او کورونه یې تخریب کړي دي.

د هند د لویدیز بنګال ایالتي وزیرې ممتا بنرجي پرون وویل چې دا یو لوی ملي بحران دی او فدرالي حکومت باید مرسته وکړي.

ویل کېږي چې تر یو میلیون زیات کورونه ویجاړ شوي او پینځلس میلیونه انسانو ته زیان رسېدلی دی.

ویل کېږي چې په سیمه کې د دریالس میلیارد ډالرو تاوان پېښ شوی دی.