ننګرهار کې نږدې ۲ زره کیلوګرامه نشه‌یي مواد وسوځول شول

په دې عملیاتو کې کارخانه ویجاړه او ټول نیول شوي نشه‌يي مواد وسوځول شول.

په ننګرهار ولایت کې نږدې دوه زره کیلوګرامه نشه‌يي او کیمیاوي مواد وسوځول شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل: "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نشه‌يي موادو د تولید پر یوې کارخانې باندې برید کړی چې په نتیجه کې یې ۱،۷۰۰ کیلوګرامه چرس، ۱۲۰ لیټره مورفین، ۱۵۰ کیلوګرامه کاربن او څه اندازه هیروئین نیولي دي."

په دې عملیاتو کې کارخانه ویجاړه او ټول نیول شوي نشه‌يي مواد وسوځول شول.