خالد: د طالبانو د فعالیتونو درېدو پورې د هېواد لویدیځ کې عملیات دوام کوي

اسدالله خالد د هرات والي سره د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، د هېواد په لویدیځ کې به تر هغو د طالبانو پر وړاندې عملیات روان وي چې دغه ډله خپل پوځي فعالیتونه ونه دروي.

اسدالله خالد دغه خبرې نن هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال کړي دي، دغه سفر کې چې د امنیتي حالت د ارزونې په هدف شوی.

خالد سره په دې سفر کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ملګرتیا کوله.

په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو عملیات وروسته تر هغې پيل شول چې ولسمشر محمد اشرف غني خپل ځواکونه له دفاعي حالته یرغلیز هغه ته بدل کړل.

طالبانو هم هغه مهال وویل چې د افغان ځواکونو هر برید ته به ځواب ورکړي.

طالبانو دغه راز وویل، محمد اشرف غني تر خپل کنټرول لاندې سیمې کې جګړه پراخه کړې ده.