کورنیو چارو وزارت: د اختر په ورځو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

‎د کورنیو چارو وزارت وایي، د اختر په ورځو کې سل سلنه او جدي قرنطین شته څو د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوی وشي.

‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خلکو ته ‌‌‌‌‌‌د اختر په ورځو کې د امنیت په اړه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي.

‎د دغه وزارت د ویاند مرستیالې مروې امیني ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د اختر په درېیو ورځو کې امنیتي ځواکونو ته د ځانګړو تدابیر د نیول لارښوونه شوې ده.

‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په اختر کې خلکو ته د امنیت ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي خو ټینګار کوي چې باید د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي له امله قرنطین په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول په پام کې ونیسي.

اغلې مروې امیني د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې د ښو تدابیرو د ترسره کېدو په برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغې زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي ځواکونو په ځانګړې ډول پولیسو د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړي چمتوالی نیولی دی،موږ په ټول هېواد کې هېوادوالو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوو چې دا ورځې به په خوندیتوب سره تېرې کړي."

‎امیني وایي، د اختر په ورځو کې سل سلنه او جدي قرنطین شته څو د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوی وشي.

‎نوموړې د قرنطین د مراعتولو په اړه دخلکو د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

‎بل لوري ته د دغه وزارت ویاند طارق ارین د شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل چې د اختر په ورځو کې به په ښارونو کې هغه خلک چې هواي ‌‌‌‌‌‌ډزې کوي او یا هم پټاقۍ الوزول له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

‎ښاغلي ارین وویل چې یوازې تېره لهدې امله په پلازمینه کابل کې ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

‎ هڅه مو وکړه، په دې اړه چې ایا طالبان به د اختر په ورځو اورکم او یا هم اوربند وکړي که نه د دغې دلې نظر هم واخلو خو له دېر انتظار سره سره د دغې دلې ویاند په دې اړه څه ونه ویل.

‎دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې تر یو لنډ مهالي اورکم ورسته په یو شمېر ولایتونو او ښارونو کې جګړې او حملې بیا زیاتې شوي چې مرګ ژوبله هم لري او د ‌‌‌‌‌‌ډېریو پړه طالبانو منلې ده.

‎په ورته وخت کې یو شمېر امنیتي کارپوهان په دې باور دي چې په دې اختر کې به د امنیتي تدابیرو چمتوالی د تېر په پرتله اسانه او ښه وي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې افغان امنیتي کارپوه عمر ساپي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "دا اختر به د تېر په پرتله یو څه متفاوت وي ځکه اوس قرنطین دی نو په دې وخت کې به د وسایطو ګڼه ګوڼه هم کمه وي کوم چې له دې لارې ترهګر کولای شي فعالیتونه وکړي او د پولسیو لپاره به هم د امنیت ټینګښت اسانه وي."

‎خو ښاغلی ساپی وایي، د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخیوي لپاره چې کوم قرنطین او قیودات وضع شوي له دې امله ښايي د امنیتي مسئولینو تر منځ د امنیتي تدابیرو په برخه کې د نه همغږۍ ستونزه موجوده وي، چې په خبره یې باید دې موضوع ته پام وشي.