عامې روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوي

چارواکي وایي، که د ګرځبندیز او روغتیایي سپارښتنو په اړه د خلکو بې پروایي همداسې دوام ولري، دا وبا نوره هم زیاتېدای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس پېښې زیاتېږي.

د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن خبریالانو ته وویل، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۵۶۲ مشکوک کسان معاینه کړي چې د ۷۸۲ هغو پایله مثبته راوتلې.

هغه وویل: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۸۲ پېښې لرو، ۱۱ تنه مړه شوي دي، ۴۴ روغ شوي دي، له دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۹۹۹۸ ته ورسېد، ۲۱۶ کسان مړه شوي او ۱۰۴۰ تنه روغ شوي دي."

له دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا پېښې نژدې لس زرو ته ورسېدې.

د عامې روغتیا وزارت وایي، که د ګرځبندیز او روغتیایي سپارښتنو په اړه د خلکو بې پروایي همداسې دوام ولري، دا وبا نوره هم زیاتېدای شي.