چارواکي: غزني کې ۷ وسله وال وژل شوي 

د افغان ځواکونو هیلیکوپټره د هوايي برید پرمهال

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې لسو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند وحیدالله جعه زاده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه ناوخته د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړنده د مېتر ګوډلو په کلي کې افغان هوايي ځواکونو د ملا ذاکر په ګروپ عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې يي د سرګروپ ذاکر په ګډون ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور يې ژوندي نیول شوي دي."

په دغه عملیاتو کې د وسله والو اړونده یو عراده فلډر موټر او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

ښاغلی جمعه زاده زیاتوي، په دغه عملیاتو کې ملکي کسانو او افغان ځواکونه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو پر وړاندې پوځي او هوايي عملیات زیات شوي دي او دولت هغوی د زیاتو تلفاتو د وراوښتو راپورونه ورکوي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.