برازیل کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي

د برازیل یوه روغتون برازیل کې د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو د

په برازیل کې کرونا ویروس په چټکۍ په خپرېدو دی او دغه هېواد په دې ویروس د اخته کسانو د شمېر له مخې تر روسیې مخکې شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان سویلي امریکا د کرونا وبا د عمده مرکز په توګه اعلان کړی دی.

په برازیل کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو تر ۳ لکو او ۳۰زرو زیاتې پېښې ثبت شوي او تر ۲۱زرو ډېر کسان په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

خو ځینو متخصصانو ویلي چې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

ویل شوي په برازیل کې تر یو لک او ۳۵زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ روغ شوي هم دي.

برازیل اوس تر امریکا وروسته هغه هېواد دی چې په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي او له څو ورځو راهیسې شا و خوا ۱۰۰۰ کسان په کې په یوه ورځ په دې ویروس مري.

د روغتیا نړیوال سازمان د اضطراري پروګرامونو اجراییه مدیر مایک راین د برازیل په اړه په یوه کنفرانس کې وویل: "واضحاً د ګڼو هېوادونو په باب اندېښنه شته، خو یقیناً دا مهال ډېر اغېزمن شوی هېواد برازیل دی."

د نړۍ په سطحه زیات کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس اخته شوي، چې شمېر یې تر یو میلیون او شپږو لکو اوړي، خو له دې ډلې تر څلورو لکو ډېر کسان روغ شوي هم دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر تر ۹۶زره اوښتی دی.

د امریکا ولسمشر پرون د عبادت او دعا لپاره د عبادتځایونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، په کار ده والیان ښه اقدام وکړي او د دې اوونۍ له پایه وروسته دې د دغو مهمو مذهبي ځایونو د بیاپرانیستل کېدو اجازه ورکړي.

ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې د نوامبر میاشتې تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې، په خپل هېواد کې د اقتصادي رکود د مخنیوي لپاره کار و بارونه بېرته پرانیستل شي.

بلخوا د فرانسې د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، د عبادتونو لپاره د خلکو راغونډېدل ښايي بیا بیل شي، خو عبادت کوونکي باید ماسکونه پر مخونو وتړي.