لوګر چارواکي: د عامې روغتیا وزارت پر مرستیال برید نه دی شوی

وحیدالله مجروح

د لوګر سیمه ییز چارواکي او ولایتي شورا رئیس وایي، نن سهار د کابل او ګردیز پر لویه لاره هېڅ جنګ نه دی شوی.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي د مې په ۲۳ مه د شنبې په ورځ ازادي راډيو خبریال ته په خپلو خبرو کې د عامې روغتیا وزارت د یوه مرستیال وحیدالله مجروح هغه خبره رد کړه، چې په وینا یې نوموړی په دې ولایت کې د وسله والو د یوه کمین په ترڅ کې تر برید لاندې راغلی او ترې روغ وتلی.

ستانکزی وایي، د نوموړي د مالوماتو له مخې وسله وال طالبان د پوهنې او روغتیا سکټور له کارکوونکو سره ستونزه نه لري او د دې ولایت په لیرې پرتو ناامنه سیمو کې خپل خدمات وړاندې کوي.

دی وایي، د لوګر څخه تېرېدونکي لوړپوړي چارواکي باید د دې ولایت امنیتي ځواکونو مسولین په جریان کې کړي څو د دوی امنیت وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال ډاکتر وحیدالله مجروح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې نوموړی نن سهار په لوګر ولایت کې د وسله والو له یوه بریده روغ وتلی.

د مجروح په وینا هغه سویل ختیځو ولایتونو ته د روغتیایي خدماتو د څارنې لپاره تللی و.

دا موضوع د دې ولایت د ولایت مقام او د امنیه قوماندانۍ ویاندویانو هم رد کړه او په خبره یې په لویه لاره هېڅ جنګ نه دی شوی.

تر اوسه کومې ډلې ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.