پاکستان کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۹۷ کسان مړه شوي

پاکستان کې د الوتکې لوېدو سیمه

د پاکستان په کراچۍ کې د الوتکې لوېدو له کبله د ۹۷ مړو پخلی شوی دی.

د پاکستان د سند ایالت د روغتیا وزارت نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په الوتکه کې ټول ۹۹ کسان سپاره وو چې ۹۷ په‌کې وژل شوي او دوه ژوندي پاته شوي دي.

د روغتیا وزارت په بیان کې ویل شوي چې تر اوسه یوازې د ۱۹ مړي پېژندل شوي دي.

دا الوتکه د مې پر ۲۲مه له لاهور څخه کراچۍ ته تللې وه او هلته تر ښکته کېدو څو شېبې مخکې د استوګنې پر کورونو ولوېده.

پاکستاني چارواکي وايي، د دې الوتکې د لوېدو علت په اړه لا هم څېړنې دوام لري.