کرونا سره مبارزې لپاره افغانستان ته د اماراتو دوهمه بسته راورسېده

ارشیف

متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره ۷ ټنه روغتیايي موادو مرسته کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د مې په ۲۲مه وویل چې دا مواد کابل ته ورسېدل.

دا له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د صحي مرستو د موادو دوهمه بسته ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه چې کوم روغتیايي مواد وراستول شوي، جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحده عربي اماراتو د مرستې د موادو په الوتکه کې ۱۵۰ تنه افغانان چې په هغه هېواد کې بند پاتې وو او د بېرته ستنېدو مالي توان‌یې نه‌درلود، وړیا کابل ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹،۲۱۶ ته رسېدلې دي.