پاکستان کې له شااوخوا ۱۰۰ مسافرو ډکه الوتکه لوېدلې

کراچۍ کې د لوېدلې الوتکې سیمه

پاکستاني چارواکي وایي، یوه الوتکه چې ۹۹ مسافر په‌کې سپاره وو نن د کراچۍ ښار جنوب ته د استوګنو له یوې سیمې سره نږدې لوېدلې ده.

تر اوسه د دې خبر جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د پاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې په یوه بیان کې وویل، دا الوتکه د پاکستان د هوایي چلند (پي‌ای‌اې) مربوط ده چې له لاهوره کراچۍ ته روانه وه.

روېټرز اژانس د (پي‌ای‌اې) د یوه ویاند په وینا خبر ورکړ چې په الوتکه کې ۱۰۷ تنه سپاره وو.