د وژل شوي سعودي ژورنالېست خاشقجي زامنو د خپل پلار قاتل وبخښه

د جمال خاشقجي زوی صالح خاشقجي

د وژل شوي سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي زوی ویلي دي چې ده او ورور یې د خپل پلار قاتل بخښلی دی.

په ټویټر کې نن صالح خاشقجي لیکلي دي چې د ده کورنۍ د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر هغه کسان بخښي چې د جمال خاشقجي د وژلو مسؤل دي.

جمال خاشقجي چې د سعودي د حکومت سخت منتقد و او په واشنګتن پوسټ ورځپاڼه کې یې مقالې خپرولې د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

سعودي چارواکي وایي، خاشقجي د تا ویلي ما ویلي او لاس اچولو پر مهال ساه ورکړه او دا د دولت له لوري سزا نه‌وه.

خو وروسته چارواکو خپل دا وضاحت بدل کړ او ویې‌ویل چې خاشقجي هغه وخت ووژل شو چې یوې ډلې غوښتل چې دی سعودي عربستان ته په زور راولي.

تېر کال د ډسمبر په میاشت کې پنځه تنه د خاشقجي د وژلو په تور په مرګ محکوم شول.

د ملګرو ملتونو ځانګړي تحقیق کوونکي ویلي دي چې د سعودي عربستان دا محاکمه عادلانه نه‌ده او باید د دې قضیې بې‌پرې تحقیق وشي.