له ۲۳۰ زیات افغانان له نوې ډېلي کابل ته انتقال شول

ارشیف، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د کام ایر خصوصي شرکت الوتکه

۲۳۳ افغانان پرون له نوې ډېلي څخه کابل ته انتقال شول. دا خبره په نوې ډېلي کې د افغانستان شارژدافیر طاهر قادري تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او زیاته‌یې کړه چې د افغانانو د انتقال دا بهیر به دوام وکړي.

ښاغلی قادري زیاتوي: "یوه الوتنه نن له پونې څخه لرو شااوخوا ۲۵۰ زموږ محصلان به هېواد ته انتقال کړي. بله الوتنه د مې په ۲۳مه له نوې ډېلي څخه کابل ته کېږي، په هغې الوتنه کې به هم زموږ ډېر هېوادوال له لیرې او نږدې ایالتونو چې ډېلي ته د راتلو زمینه مو ورته برابره کړې هېواد ته واستول شي."

د ښاغلي قادري په وینا تر اوسه پورې شااوخوا ۵،۵۰۰ افغانان له هندوستان څخه کابل ته لېږدول شوي دي.

وروسته له هغې چې هندي چارواکو د مارچ به میاشت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د اقداماتو په لړ کې الوتنې بندې کړې، هغه افغانان چې هند ته په سفر تللي وو، همالته پاتې شول.

زیات شمېر افغانان هندوستان ته د درملنې لپاره سفر کوي.