د هرات چارواکي: د قوماندانانو په شمول شااوخوا ۱۴ طالبان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې هرات ولایت

په هرات کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندانانو په شمول تر ۱۰ زیات وسله‌وال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد په دې اړه پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ترسره شول، شااوخوا ۱۴ تنه طالبان چې د دې ډلې قوماندانان هم په‌کې شامل دي، وژل شوي دي."

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي او مرکزونه‌یې ویجاړ شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.