خلیل‌زاد ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته د هوکړې مبارکي ورکړه

د افغان چارواکو او خلیل‌زاد لیدنه

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو او تر هغه مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي.

خلیل‌زاد نن په خپل ټویټر تازه له افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره د خپلې پرونۍ لیدنې معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې دوی دواړو ته‌یې تر اوږدو مذاکراتو وروسته سیاسي هوکړې ته د رسېدو مبارکي ورکړه.

هغه ویلي چې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې یې د بندیانو د خلاصون او د بین‌الافغاني خبرو د پیل په ګډون د هغو نورو ژمنو په سمدستي ترسره کولو توافق وکړ چې د امریکا-طالبانو د تړون او د امریکا او افغانستان په ګډې اعلامیې کې راغلي.

خلیل‌زاد ویلي چې له ډاکتر عبدالله سره‌یې د هغه د نوې دندې د اجرایي کولو د پلان په اړه خبرې کړي او له نږدې کار ورسره کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد چې د امریکا او طالبانو د تړون لاسلیکوونکی او اصلي مخته وړونکی دی له کابل مخکې دوحه کې و او هلته‌یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او نورو طالب استازو سره خبرې کړي.

هغه له طالبانو سره د وړمې ورځې غونډې رغنده بللي او ټینګار یې کړی چې د امریکا–طالبانو په تړون کې د ترهګرۍ خلاف ژمنې، بین‌الافغاني مذاکرات، د ځواکونو وتل او د تدریجي اورکم چې تل‌پاتي اوربند ته وغځېږي سره تړلي دي.