د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي او امنیتي همکاریو د زیاتوالي موافقه

د افغانستان-ترکمنستان د امنیت سلاکارانو وېډیويي غونډه

د افغانستان او ترکمنستان د ملي امنیت سلاکارانو د سرحدي او امنیتي همکاریو د زیاتوالي په برخه کې موافقه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د وېډیو کنفرانس له لارې له خپل ترکمنستاني سیال چاریمیرات امانوف سره خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا د دې غونډې په اړه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي دي چې د ټاپي پروژې، د ترکمنستان د وارداتي برښنا او د رېل کرښې د امنیت د خوندي کولو پر لارو چارو هم خبرې وشوې او موافقه وشوه چې د دغو پروژو د امنیت ساتنې په برخه کې به هم دواړه هېوادونه په خپلو کې همکاري زیاتوي.

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته انتقالوي، تمه وه چې د ۲۰۱۹ کال تر اخره بشپړه شي، خو د ناامنیو له امله‌یې کارونه د افغانستان دننه ځنډېدلي دي.