فېروز: افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۸۱۴۵ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

د افغانستان دعامې روغتیا وزیر وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۹۲ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د وزیر فېروزالدین فېروز له قوله لیکلي چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۸۱۴۵ ته ورسېدې.

په دې کې ۹۳۰ تنه بېرته روغ شوي او ۱۸۷ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

ښاغلي فېروز په دې اړه په نننیو خبرو کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې له روغتیایې مرکزونو څخه سیاسي استفاده ونه کړي او پر روغتیایي مرکزونو بریدونه دې ودروي.