د طالبانو مشر ملا هبت‌الله خپل اختریز پیغام کې څه ویلي؟

ملا هبت‌الله

طالبان وايي امریکا باید له دوی سره شوې هوکړه عملي کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې دوی د دغه هوکړې عملي کېدو ته ژمن دي او باید امریکا هم خپله ژمنه پوره کړي چې په وینا یې دغه «حیاتي فرصت» ضایع نه‌شي.

د ملا هبت‌الله په دې اختریز پیغام کې په افغانستان په ملکي مرګ‌ژوبلې هم اندېښنه ښودل شوې ده، خو افغان حکومت طالبان د ملکي مرګ‌ژوبلې عاملین بولي.

دغه‌شان يې غوښتنه کړې چې امریکا باید چا ته اجازه ورنه‌کړي چې د طالبانو او دې هېواد ترمنځ شوې هوکړه له ځنډ، خنډ او بالاخره ناکامۍ سره مخ کړي او د هوکړې عملي کول د ټولو اړخونو په ګټه دی.

هغه زیاته کړه: "په دغه توافق‌نامه کې هر څه په واضحه توګه لیکل شوي او د دواړو ملتونو په ګټه او د ستونزو د هوارۍ لپاره یو ښه چوکاټ جوړوي چې باید په بشپړه توګه عملي شي."

د هوکړې لاسلیک

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې دا هوکړه‌لیک د روان لمریز کال په فبرورۍ میاشت وروستیو کې لاسلیک شو چې له مخې يې باید په تېره مارچ میاشت کې بین‌الافغاني خبرې پیل شوې وی، خو د ځینو ستونزو له امله لا هم دغه پروسه نه‌ده پیل شوې.

د ملا هبت‌الله په دې پیغام کې له امریکا سره د شوې هوکړې په عملي کېدو ټينګار شوی، خو د سولې، بین‌الافغاني خبرو او دغه‌شان د اوربند یادونه په‌کې نه‌ده شوې.

په دغه پیغام کې د طالبانو مشر له خپلو جنګیالیو غوښتي چې خپل اهداف په جدي توګه تعقیب، لیکې پیاوړې او اداري جوړښت نور هم منظم کړي.

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له طالبانو غواړي چې لږترلږه د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند اعلان کړي.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "اسلامي اخترونه د سوله‌ییز ژوند د تقویت لپاره ښه فرصت دی، په همدې خاطر افغان حکومت بار بار په دې مبارکو ورځو کې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او دغه ډله‌يې اوربند ته رابللې ده، په اخترونو کې اوربند د خلکو غوښتنه ده او خلک له طالبانو په دې برخه کې د مثبت ځواب تمه لري."

ناجیه انوري

د طالبانو د مشر دغه اختریز پیغام په پنځه ژبو، پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو باندې خپور شوی دی.

په پیغام کې په افغانستان کې پر ملکي تلفاتو هم جدي اندېښنه ښودل شوې ده.

د طالبانو مشر افغان حکومت تورن کړی چې په هوايي حملو او په توغندیزو بریدونو کې ملکیان وژني.

د ملا هبت‌الله د دغه لیک په اړه مو د ارګ د نظر اخیستلو هڅه هم وکړه، خو بریالي نه‌شوو، خو د ولسمشر غني د لومړي مرستیال د دفتر د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد طالبان په دې هېواد کې د ملکي مرګ‌ژوبلې اصلي عاملین یادوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد

هغه زیاته کړه: "دا خبره ده چې وايي چې د جګړې ښکېل اړخونه باید د ملکي مرګ‌ژوبلې مخه ونیسي، خو هغه څوک چې د ولسي وکړو وژنه جهاد بولي هغوی څنګه دا خبره کوي، موږ وايو کله چې ته (طالبان) ځانمرګي بریدونه کوې، کله چې ته ماین چاودنې کوې او کله چې د ولسي وګړو له کورونو په افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیانو ډزې کوې، نو په دې حالت کې د ملګي مرګ‌ژوبلې عامل څوک دي؟"

د طالبانو مشر په داسې حال کې په افغانستان کې پر ملکي مرګ‌ژوبلي اندېښنه ښودلې چې په دې وروستیو کې په دې هيواد کې د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې په یوه راپور کې طالبان په تېر اپرېل میاشت کې د ۲۰۸ کسانو او افغان حکومت د ۱۷۲ ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مسؤل بللي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له تړون راوروسته دغه وسله‌والې ډلې افغانستان کې ۲۸۰۴ بریدونه کړي چې پر مهال‌یې یوازې ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ارشیف

په افغانستان کې ملکي تلفات له کلونو راهیسې هغه لانجمنه موضوع ده چې د جګړې ښکېل لوري یې ملامتي پر یوه او بل وراچوي.

د طالبانو د مشر په خپور شوي اختریز پیغام کې په افغان زندانونو کې د بندیانو وضعیت بد یاد شوی او د نړیوالو بشري ټولنو نه غوښتنه شوې چې ژر تر ژره د بندیانو د خوندیتوب او خلاصون لپاره ګامونه واخلي.

د ملا هبت‌الله دغه اختریز پیغام داسې مهال خپرېږي چې اختر ته یوازې درې ورځې پاتې دي او د افغانستان خلک هیله‌من و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سیاسي هوکړه‌لیک تر لاسلیک او د لنډ مهالي لپاره تر اورکم وروسته، دا لومړی اختر به د دغې ډلې له‌خوا د اوربند زېری واوري.