د پروان لسګونه اوسېدونکي پر یوه جومات د برید په اعتراض راوتلي

د پروان ولایت نقشه

د پروان لسګونه اوسېدونکي پر یوه جومات د تېرې شپې د برید په اړه په اعتراض راوتلي او د قربانیانو مړي د ولایت ودانۍ مخته راوړي دي.

تېره شپه د پروان ولایت په خلازایي سیمه کې وسله‌والو پر لمونځ کوونکو برید کړی چې د چارواکو په خبره ۱۰ تنه ملکیان‌یې وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د سیمې خلک په پروان ولایت کې د امنیت غوښتنه کوي او له سیمه‌ییزو چارواکو څخه غواړي چې د تېرې شپې د برید عاملین ونیسي.

د پروان سیمه‌ییز چارواکي وایي ښایي داعش وسله‌وال په دې پېښه کې لاس ولري، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته ویلي چې دا کار د طالبانو دی.

هغه وویل: "دا یو بشري او انساني ضد جنایت دی او غندو یې. قطعاً طالبان به د خپل جنایت ځواب ویني."

تر اوسه د دې پېښي مسؤلیت رسماً چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.