زلمی خلیل‌زاد له دوحې کابل ته راغی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن په کابل کې دی او له افغان مشرانو سره د سولي پر لارو چارو خبرې کوي.

دا خبره نن چهارشنبه د ښاغلي خلیل‌زاد دفتر ازادي راډیو ته کړې ده.

نوموړی پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې خلیل‌زاد په دې سفر کې چې له دوحې پیلېږي، هڅه کوي د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره لار هواره کړي، خو تر اوسه د دوحې د خبرو جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دا خبرې د مارچ پر ۱۰مه پیل شوې وی، خو د زندانیانو د تبادلې او نورو سیاسي اختلافاتو له کبله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلې دي.