د پاکستان سترې محکمې د پاتې محدودیتونو د لیرې کولو امر کړی

د پاکستان ستره محکمه

د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد حکومت ته امر کړی چې یو شمېر پاتې محدودیتونه لیرې کړي.

دا محدودیت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف پر کسب او کار وضع شوی وو.

د سترې محکمې په امر کې هغه لویې پلورنځۍ او د کسب او کار ځایونه شامل دي چې د شنبې او یکشنبې په ورځ تړلي وو.

په امر کې ویل شوي، په داسې حال کې چې بازارونه پرانیستي دي، د لویو پلورنځیو تړل هېڅ توجیه نه‌لري.

سترې محکمې ویلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د کسب او کار د مخنیوي لپاره مناسبه توجیه نه‌شته.

د معلوماتو له مخې پاکستان د کرونا ویروس ۴۵ زره مثبتې پېښې او د دې ویروس له کبله ۹۶۰ مړینې راپور کړې دي.

خو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو واقعي شمېر تر راپور شوي شمېر زیات دی.