پروان کې پر یوه دیني مدرسه حمله کې ۱۰ کسان وژل شوي

پر جومات حمله

د پروان امنیتي چارواکي وايي چې سې شنبه ماښام پر یوې دیني مدرسې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۶ تنه ټپيان دي.

د پروان د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډيو ته وویل، ناپېژانده وسله‌والو د روژه‌ماتي پر وخت د مرکز چارېکار اړوند خلازايي کلي کې پر یوې دیني مدرسې او جومات برید وکړ او هلته ټول روژه‌تیان یې په مرمیو وویشتل.

هېڅ معلومه نه‌ده چې چا دا پېښه کړې او چارواکي وايي چې څېړنې یې پیل کړې دي.

د پېښې ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي، خو د خلازايي کلي اوسېدونکي د دې پېښې په غبرګون راوتلي او وايي چې جنازې کابل ته انتقالوي او هلته اعتراضي غونډه نیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د ملي امنیت ځواکونو نهه ملکیان په دې جومات کې وژلي دي.

افغان چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.