سیمه ییز مسئولین: کندز کې چاودنې ۲ کسان وژلي

مقناطیسي ماین په بایسکل کې ځای پرځای شوی و چې ۲۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د کندز په ښار کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۸ نور ټپیان کړې دي.

په کندز کې پولیسو ویاند هجرت اله اکبري نن ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو وسله والې ډلې نن د سهار یولس نیمې بجې د کندز د کهنه فروشي په سیمه کې یو مقناطیسي ماین ته چې په بایسکل کې ځای پرځای شوی و، د عامو خلکو په منځ کې انفجار ورکړی چې له امله یې ۱۸ ملکیان ټپيان شوي یو پولیس او یو بل ملکي شهیدان شوي."

د دې پیښې ټپیان د کندز حوزوي روغتون ته بیول شوی دي.

طالبانو تر اوسه د دې چاودنې مسئولیت رسما نه دی منلی.