چارواکي: افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۱ پېښې ثبت شوي

وحیدالله مجروح

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۷ نیم زرو واوښت.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۱ نوې مثبتې پښې په ټول هېواد کې ثبت شوي.

د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، د خلکو له لوري د ګرځبندیز نه مراعتول او روغتیايي سپارښتونو ته نه پاملرنه هغه دلیلونه دي چې ویروس د چټکې خپریدا په حال کې دی.

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دې ویروس تر اوسه په هېواد کې ۱۷۸ کسه مړه کړي او ۸۵۰ کسان بيرته روغ شوي دي.