چین ته د ګاز د دوهمې نل‌لیکې انتقال په اړه د روسیې ګاز پروم مطالعه

د چین او روسیې ترمنځ د ګاز نل‎لیکه

د روسیې د ګازو دولتي شرکت وايي، د دوهمې نل‌لیکې په اړه‌یې چې ګاز به چین ته انتقالوي، مطالعه پیل کړې ده.

د ګاز پروم شرکت اجرائیه مدیر الکسي مېلر پرون دوشنبه وویل، نوې نل‌لیکه به چین ته د ګازو صادرات دوه برابره زیات کړي.

د ښاغلي مېلر په وینا دوهمه نل‌لیکه به، په کال کې تر ۵۰ میلیارد متر مکعب پورې ګاز چین ته انتقال کړي.

د هغه په خبره دغه نل‌لیکه به د منګولیا له طریقه تر چین پورې غځول کېږي.

د دغې دوهمې نل‌لیکې د رغونې د پیل د نېټې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

چین چې تر امریکا وروسته د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګڼل کېږي، د انرژۍ منابعو ته سخته اړتیا لري او روسیه په سیمه کې د تېلو او ګازو له عمده تأمینوونکو ګڼل کېږي.