ناټو سرمنشي عبدالله سره خبرو کې د سیاسي موافقې د لاسلیک هرکلی وکړ

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د ناټو سرمنشي د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د وروستۍ سیاسي موافقې د لاسلیک هرکلی وکړ.

ښاغلي عبدالله تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې ینس سټولټنبرګ هیله ښوولې چې د سولې مذاکرې په افغانستان کې د پایدارې سولې سبب شي.

د ټویټ په حواله د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو او افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

بل‌خوا په کابل کې اروپايي ټولنې استازولۍ هم پرون په یوه اعلامیه کې د افغان رهبرانو ترمنځ د سیاسي موافقې هرکلی وکړ.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، تمه لري چې دغه موافقه بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته شاوخوا درې میاشتې ناندرۍ روانې وې چې بالاخره تېره یکشنبه ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سیاسي موافقه لاسلیک کړه.

د دې موافقې له مخې ښاغلی عبدالله د مصالحې عالي شورا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.