ایا د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي تړون وروسته ټاکنیز کړکېچ پای ته ورسېد؟

یوسف رشید

د افغانستان د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو په پایله کې پرون (یکشنبې) د دغو ټاکنو د مخکښونو کاندیدانو ترمنځ سیاسي تړون لاسلیک شو.

دغه تړون چې له درېیو میاشتو ناندریو وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اود پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ وشو، د ټاکنو پر سر راپورته شوې لانجې ته یې د پای ټکی کېښود.

دې ته په پام چې د ښاغلیو غني او عبدالله د ملي یووالي حکومت له یو لړ اختلافاتو سره مل وو، په دغه تړون کې د نورو مواردو ترڅنګ بیا د ټاکنیز نظام د اصلاح ژمنې شوې دي.

پردې مسئلې نوریاس نوري د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ له اجرائیوي رئیس یوسف رشید سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د یکشنبې د ورځې په سیاسي تړون سره که د ټاکنو کړکېچ پای ته ورسېد ایا مشروعیت یې هم ورسره ختم شو او که یې هغو ته مشروعت ورکړ؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

رشید سره مرکه