د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۶۲ مثبتي پېښې ثبت شوي دي چې په دې سره په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۶۶۰ تنو ورسېد.
د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن په یوه پیغام کې رسنیو ته وویل چې پرون ۶۷۲ نمونې اخستل شوې وې.
د نوموړي په خبره له تیرې ورځط راهیسې ۲ تنه د همدې ناروغۍ له کبله په افغانستان کې مړه شوي دي او ۷ تنه نور بېرته روغ شوي دي.