د کرونا ویروس له امله اروپايي هېوادونو کې لګول شوي محدودیتونه راکمېږي

د پسرلي په پیلېدو په اروپا کې کلیساوې، تاریخي ځایونه ، پلورنځي، رسټورانونه او بارونه په تدریج بېرته پرانستل کېږي.

په داسې حال کې چې په اروپا کې د کرونا ویروس مثبتي پېښي په راکمېدو دي، اروپایي هېوادونو هڅي ګړندۍ کړي چې د همدې وبا له کبله مخکیني لګول شوي محدودیتونه راکم کړي.

له دې سره هممهاله د نړۍ پر اقتصاد د کرونا ویروس د اغېزو په اړه اندېښنې هم ډېرې شوي دي.

د پسرلي په پیلېدو په اروپا کې کلیساوې، تاریخي ځایونه ، پلورنځي، رسټورانونه او بارونه په تدریج بېرته پرانستل کېږي.

په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان نن خپله دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه پیلوي.

په نړۍ کې تر اوسه ۳۱۵ زره کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي او څلور میلیونه او اوه سوه زره په دې ناروغۍ اخته شوي دي خو داسي ګمان هم کېږي چې ریښتوني شمیرې تر دې هم لوړي وي.