په نورستان کې اوس هم یو شمېر کسان د ځنګلي ژویو او مارغانو ښکار کوي.
نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه غرنی او ځنګل لرونکی ولایت دی چې په افغانستان کې د جنګونو له پیل کېدو وړاندې پهکې ډول ډول ځنګلي ځناور او د مارغانو بېلابېل او ښکلي نسلونه موجود و چې د زیاتو جګړو له املهيې ډېری یا ووژل شول او یا هم د انسانانو په څېر د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شول.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دوی د خپل کنټرول لاندې ساحو کې د مارغانو او ځنګلي ژویو په هر ډول ښکار بندیز لګولی او له ټولو خلکو غواړي چې له ښکار کولو لاس واخلي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
په نورستان کې حکومتي مسؤلین هم وايي چې په یاد ولایت کې لا هم د واورینو پړانګانو په ګډون، صحرایي غواګانې، غرڅان، غرني چرګان او نور مارغان شته چې په یو شمېر ناامنو سیمو کې يې وسلهوال کسان ښکار کوي.
د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس د دوشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل: "د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د امنیتي او نورو ادارو سره په ګډه کار کوي چې په ټول نورستان کې د وحشي ژویو د ښکار او وژلو مخه ونیسي، خلکو ته عامه پوهونه کړې ده چې د دغو هڅو په نتیجه کې امنیتي ساحو کې ښکار بند شوی دی او په ناامنو سیمو کې هم هڅه کېږي، هلته هم ناامنۍ ختمې شي او د انسانانو ترڅنګ پهکې د ځنګلي ژویو ژوند ته مخ ګواښونه لهمنځه لاړ شي."
ارشیف
په نورستان کې په داسې حال کې د وحشي ژویو ښکار دوام لري چې افغان حکومت له تېرو څو کالو په ټول افغانستان کې د دغو ژویو په ښکار بندیز اعلان کړی، خو په اکثرو ساحو کې لاهم له دغه امر سرغړونه کېږي چې ورسره په هېواد کې د ځنګلي ژویو او مارغانو نسلونه د لهمنځه تللو ګواښ سره مخ دي.