د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي عبدالله عبدالله باید په چټکۍ خپل کار مخته یوسي او پهکار ده چې اوسنی حکومت هم ملاتړ ترې وکړي.
هغه دا خبره پرون په یوه ټویټ کې کړې ده. خلیلزاد په دې ټویټ کې لیکلي چې تر یوې اوږدې مودې وروسته یوه سیاسي تړون ته د افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله له رسېدو هرکلی کوي او دا یې وخت دی چې د افغان جګړې د پای ته رسولو په هدف دا فغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې عزم جدي ونیول شي.
اوس ښه وخت دی چې د افغانانو او د نړۍ هوډ جدي وګڼل شي تر څو بالاخره د دې شخړې پای ولیدل شي. ډاکتر عبدالله باید په بشپړه چټکتیا او بیړه خوځښت وکړي، او د اوسني افغان حکومت لخوا یې باید رښتونی ملاتړ وشي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 17, 2020
خلیلزاد د امریکا په استازیتوب ډاډ ښودلی چې هېواد بهیې د سولې د یوه داسې بهیر په برخه کې د نوي افغان حکومت ملاتړ کوي چې بالآخره جګړه پای ومومي.
پرون په ارګ ماڼۍ کې دوو سیاسي سیالانو ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یو سیاسي تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون په اساس عبدالله عبدالله د ملي مصالحې په نوم د نوې تأسیس شوې عالي شورا مشر وټاکل شو او د هغه د ټاکنیز ټیم ملګرو ته هم په کابینه کې ګډون ورکړل شو.