کابل کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو وېره؛ ګرځربندیز او د اختر راتګ

د روژې د میاشتې په درشل کې قرنطین او د کابل تود بازار

په افغانستان کې سږنی کوچنی اختر داسې مهال په راتلو دی چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس خپور دی.

سره له دې چې افغان حکومت د دغه ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په خاطر په کابل ښار کې د خلکو په تګ راتګ بندیز لګولی خو ځینې خلک وايي، اختر د دوی د ټولنې یو ارزښتناک دود دی او باید د تېر په څېر په ښه توګه ولمانځل شي.

سره له دې چې افغان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په کابل ښار کې د خلکو په تګ راتګ بندیزلګولی خو ځینې خلک وايي، اختر د ټولنې یو ارزښتناک تاریخي دود دی او باید ونمانځل شي.​

د کابل ښار اوسیدونکی بهلول وايي:​ "موږ په کال کې دوه خوشحالۍ لرو، یوه د کمکي او بل دلوی اختر، افغانان دغه خوشحالۍ او د اختر مبارکي په ډېره ښه توګه ترسره کوي او دایو ښه کار دی."

خو ځینې نور بیا وايي، په هېواد او په تېره په کابل ښار کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو، له امله د حکومت لخوا ګرځبندیز ته په کتو پکارده چې خلک د اختر په شپو ورځو کې، روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او د اختر خوښۍ د ټولنیزو شبکو د پیغامونو له لارې یو له بل سره شریکې کړي.​

د دې کسانو له ډلې ابراهیم وايي: ​"له خپلوخپلوانو او دوستانو سره که ټېلېفوني تماس ونیسي دا به ښه وي، که تګ راتګ ډېر شي، امکان لري دغه مرض نور هم خپور شي، مشرانو، ترونو، ماماګانو او داسې نورو ته د مبارکۍ په خاطر که له تګ ډډه وشي او ګرځېدل ونشي دا به ښه وي."

افغان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف له شاوخوا دوه میاشتو راهیسې په کابل ښار کې د خلکو په تګ راتګ بندیز لګولی او د خوراکي توکو او درملو له دکانونو پرته یې، د نورو توکیو د دکانونو فعالیتونه بند کړي دي.​

کابل کې له دوو میاشتو راهیسې ډېری دکانونه بند وو.

د مدني ټولنې غړي هم وايي، خلک باید د کرونا ویروس نه د ځان، کورنۍ او ټولنې د ژغورلو په خاطر هم د اختر په ورځو کې هم، له ګډو ناستو او روغبړ نه ډډه وکړي.​

د ځوان غبرګون د ټولنې مرستیال ایمل لودي ازادی رادیو ته وویل:​ "د دوی په ژوند کې ښايي دا لومړی ځل وي چې دغه وبا تکرارېږي، د دوستانو د کورونو له تګ نه دې ډډه وشي، له لیرې نه دې یو بل ته د اختر مبارکي ورکړي او مقابل لوري دې هم شته ستونزې ته په پام په دې کار نه خپه کېږي، دا دې ومني او دغه دود دې ترسره کړي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس په خپرېدو کې کمى نه دی راغلی او خطر يې ورځ په ورځ زیاتېږي.

دغه وزارت هره ورځ د رسنیو له لارې پر خلکو غږ کوي چې ګرځبندیز دې مراعات کړي. ​

ددغه وزارت د شنبې د ورځې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر اوسه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر2 ۶۴۰۲ ته رسېدلی دی.