د افغان ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح ننګرهار ته ورسېد

امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح ننګرهار ته ورسېد.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې امرالله صالح د یوه پلاوي په مشرۍ نن سهار ۸ نیمې بجې ننګرهار ته راورسېد چې هدف‌یې د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کول دي.

ښاغلي خوګیاڼي همدا شان وویل چې د ولسمشر لومړی مرستیال به نن ورځ د ننګرهار له علماوو، قومي مخورو، ځوانانو، مېرمنو، نظامي منسوبينو او يو شمېر نورو قشرونو سره هم جلا جلا ليدنې ترسره کړي.

دا ننګرهار ته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د امرالله صالح لومړنی سفر دی.