د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپلټونکی له دندې لیرې شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپلټونکی سټېف لینیک

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپلټونکی سټېف لینیک له دندې لیرې کړ.

ویل کېدل چې لینیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په اړه یوه څېړنه کوله.

ټرمپ د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي، نور په سټېف لینیک باور نه‌شي کولای او د ۳۰ ورځو په ترڅ کې هغه له دندې لیرې کوي.

ډیموکراتان وایي، د لینیک لیرې کول د مایک پومپیو په اړه د یوې څېړنې ترسره کېدو ته غبرګون دی.

دوی وایي، دا څېړنه د هغه شک په اړه وه چې ویل کېدل پومپیو له واکه ناوړه ګټه اخلي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، دا کار یو ظالمانه اقدام دی او د دوی په خبره ډونالد ټرمپ هڅه کوي چې ده ته وفاداره د بهرنیو چارو وزیر له ځواب ورکونې خوندي کړي.