صدیق صدیقی: سیاسي هوکړه به ژر لاسلیک شي

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي ډېر ژر به د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته په استول شوي پيغام کې، که څه هم د دغې هوکړې نېټه نه‌ده مشخصه کړې، خو ویلي یې دي په لویو سیاسي مسایلو جوړجاړی شوی.

هغه وویل: "د اوسنیو سیاسي لانجو د حل لپاره افغان حکومت ډېرې هڅې کړي، موږ دې برخه کې پرمختګونه هم لرو، ټاکل شوې سیاسي هوکړه ژر لاسلیک شي، په لویو سیاسي مسایلو تفاهم شوی دی."

بل لور ته پرون د عبدالله عبدالله د ټیم پلویانو وویل چې ممکن د همدې اوونۍ تر پایه له ارګ سره سیاسي تړون لاسلیک شي.

د ښاغلي عبدالله ټیم ویلي، هوکړه تر ډېره په واک کې د دوی د سیاسي مشارکت په اړه ده، خو ارګ تر اوسه د شونې هوکړې جزئیات نه‌دي شریک کړي.